هاچیسون: پاکستان دې د افغانستان په ثبات کې رښتینی رول ولوبوي

په ناټو تړون کې د متحده ایالاتو استازې کي بیلي هاچیسون ویلي اوس وخت رسېدلی دی چې پاکستان د افغانستان د ثبات او سولې په هڅو کې رښتینی رول ولوبوي.

کي بیلي هاچیسون نن له ازادي راډیو سره په وېډیويي مرکه کې وویل پاکستان د افغانستان د ثبات په مسئله کې ډېر څه کولای شي او موږ پوهېږو چې اسلام‌اباد افغانستان ته د اوښتونکو ترورېستانو مخه نیولی شي.

دا وايي:

"زه فکر کوم پاکستان باید په دې پوه شي چې دا هېواد د نړیوالې ټولنې له‌خوا د منزوي کېدو له ګواښ سره مخ دی، نړیواله ټولنه غواړي افغانستان با ثباته کړي او له پاکستان غواړي چې په دې برخه کې مخکښ رول ولوبوي."

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د روسيې په سوچي کې پرون له خپل پاکستاني سیال ناصر خان جنجوعه سره په کتنه کې له اسلام‌اباد نه وغوښتل چې هغه پرېکړې او د عمل ګډ پلان عملي کړي چې دواړو هېوادونو پرې موافقه کړې ده.