ایراني چارواکو د انټرنټي خدماتو د هغو محلي مرکزونو جواز لغوه کړی چې د ټلګرام د پیغامونو اپ کاروي.
د ایران د مخابراتو وزارت ویلي دي چې دا ګام د دې وزارت د انڼرنټي چارو د ادارې په امر اخیستل شوی دی.
د مخابراتو وزارت ویلي دي چې دا پرېکړه ښايي په ایران کې د ټلګرام پر کیفیت اغېز وکړي.
د ایران د پارلمان یوه غړي تېره میاشت وویل حکومت به د امنیتي ملحوظاتو په خاطر د ټلګرام خدمات بند کړي.
ویل کېږي چې په ایران کې شااوخوا ۴۰ میلیونه کسان ټلګرام استعمالوي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسيې یوې محکمې تېره اوونۍ په دغه هېواد کې د ټلګرام د خدماتو د بندولو حکم ورکړ.
محکمې دا پرېکړه وروسته تر هغې وکړه چې د ټلګرام د ادارې مشر د هېواد له امنیتي ادارو سره د دې اپ د کاروونکو د پیغامونو له شریکولو انکار وکړ.