سالیوان: د طالبانو د عملیاتو اعلان ته هېڅ توجیه نه‌لیدل کېږي

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست وايي، د طالبانو له‌خوا د نویو پوځي عملیاتو اعلان پر دې ټینګار دی چې دا ډله د هغې تاوتریخوالي مسؤله ده چې په کلني ډول د زرګونه افغانانو ژوند تباه کوي.

جان سالیوان ویلي دي په داسې حال کې چې ولسمشر محمد اشرف غني طالبانو ته د سولې پېشنهاد کړی، د طالبانو نویو د پسرلنیو عملیاتو اعلان ته هېڅ توجیه نه‌لیدل کېږي.

نوموړي ویلي امریکا د طالبانو او ترورېستي ډلو پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان له خلکو او له زړورو افغان امنیتي ځواکونو سره ولاړه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست طالبانو ته د ولسمشر غني د سولې پېشنهاد ته په اشاره ویلي چې دا ډله باید په بهر کې له خپلو پناه ځایونو راووځي او په انتخاباتو کې د ګډون له لارې دې د افغانستان د راتلونکي لپاره کار وکړي.

دغه‌راز په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان غندلی دی او په یوه ټویټ کې يې نن پر طالبانو غږ کړی دی چې د سولې له پروسې سره یوځای شي.