سټولټنبرګ: ناټو به له افغانستان څخه ملاتړ ته دوام ورکړي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ طالبانو ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې پېشنهاد پراخ بنسټه او بشپړ وړاندیز بللی دی.

سټولتنبرګ نن په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په درشل کې خبریالانو ته وویل:

"ناټو به له افغانستان څخه خپل پوځي او سیاسي ملاتړ ته دوام ورکړي، طالبان باید پوه شي چې د جګړې په ډګر کې به هېڅکله بریالي نه‌شي، موږ به د افغان امنیتي ځواکونو روزنې، مشورې او ملاتړ ته دوام ورکړو."

ټاکل شوې ده چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران سبا ته په بروکسل کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

د افغانستان په اړه د بروکسل په غونډه کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن او د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي هم ګډون کوي.