نن د پنجشنبې په ورځ ماسپښین شااوخوا دوه بجې د لوګر مرستیال والي قمرالدین شکېب د یاد ولایت د محمداغې ولسوالۍ د واغجان په سیمه کې د وسلهوالو په کمین کې ووژل شو.
د لوګر د ولایتي شورا غړي عبدالولي وکیل ازادي راډیو ته وویل چې مرستیال والي د یو شمېر نورو مأمورینو سره یوځای غوښتل، د تل په شان د پنجشنبې په ورځ کابل کې خپل کور ته ولاړ شي چې د وسلهوالو له کمین سره مخامخ شو.
د ده په وینا چې په دې پېښه کې د مرستیال والي یو ساتونکی وژل شوی او نور ساتونکي يې ټپیان شوي دي.
یوې بلې سرچینې وویل چې په دې پېښه کې د لوګر د استېناف محکمې رئيس حقیقالرحمن حقمل او د لوګر د والي ویاند سلیم صالح چې د مرستیال والي سره یوځای په موټر کې و، ټپیان شوي دي.
د ولایتي شورا غړي عبدالولي وکیل وویل چې د مرستیال والي مړی او ټپیان کابل ته لېږدول شوي دي.
قمرالدین شکېب شااوخوا درې کاله د لوګر د مرستیال والي په توګه دنده درلوده.
- پخواني معلومات
د لوګر مرستیال والي قمرالدین شکېب د وسلهوالو مخالفینو په کمین کې وژل شوی دی.
د لوګر امنیه قوماندان عصمتالله علیزي د دغه خبر په تأیید سره ازادي راډیو ته وویل چې پېښه نن پنجشنبه تر غرمې وروسته ۲ بجې د محمد اغې ولسوالۍ په واغ جان سیمه کې رامنځته شوې ده.
علیزي زیاته کړه چې مرستیال والي له لوګر نه کابل ته پر لار و چې د وسلهوالو له کمین سره مخ شو.
نوموړي زیاته کړه چې په دغې حمله کې د مرستیال والي یو ساتونکی هم وژل شوی او د ولایت ویاند سلیم صالح ټپي شوی دی.
تر اوسه د دغې حملې مسؤلیت کومې وسلهوالې ډلې په غاړه نهدی اخیستی.