د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د هغو پرېکړو او د عمل د ګډ پلان د عملي کېدو غوښتنه کړې ده چې په دې وروستیو کې پرې کابل او اسلاماباد موافقه کړې ده.
محمد حنیف اتمر دا خبره پرون د روسيي په سوچي ښار کې د امنیتي کنفرانس په څنډه کې له خپل پاکستاني سیال ناصر خان جنجوعه سره په کتنه کې وکړه.
ښاغلي جنجوعه ژمنه وکړه چې هېواد بهيې د هغو پرېکړو د تطبیق لپاره ګامونه واخلي چې دواړو هېوادونو پرې په دې وروستیو کې موافقه کړې ده.
له کابل څخه د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي په وروستۍ کتنه کې د افغانستان د سولې له پروسې سره د پاکستان په عملي همکارۍ، له ترورېزم سره په ګډه مبارزه او پر ځینو نورو مهمو دوه اړخیزو مسئلو موافقه شوې ده.