د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې د تخار ولایت په ۲۵ زره جریبه ځمکه د مالدارۍ د وضعیت ښه کېدو لپاره څړ ځایونه جوړ کړي.
د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل، په ټوله کې د دغې پروژې د تطبیق لپاره ۶۸ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي چې د کرنې وزارت له بودجې ورکول کېږي.
د ښاغلي رستمي په خبره اوسمهال دا پروژه تر ډيزاین لاندې ده او په نږدې راتلونکي کې بهيې عملي چارې پیل شي.
د افغانستان د کرنې وزارت وايي، تېر کال د کم ورښت له کبله د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې څړ ځایونو ته زیان رسیدلای، نو ځکه دا وزارت د تخار په شمول په نورو ولایتونو کې د څړ ځایونو په جوړولو او د خوراکي موادو په رسولو کار کوي.