چارواکي: د کندز په دشت ارچي کې د ملي اردو ۱۴ سرتېري وژل شوي

د کندز سیمه‌ییز چارواکي د دې ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ملي اردو د ۱۴ سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د دغه ولایت د والي ویاند نعمت‌الله تیموري نن ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه ۲ بجې وسله‌والو مخالفینو د دشت ارچي ولسوالۍ د کل تراش په سیمه کې د ملي اردو پر پوسته‌یې برید کړی او په پایله کې د ملي اردو ۱۴ تنه سرتېري وژل شوي او ۴ تنه سرتېري هم ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه نښته کې ۱۳ وسله‌والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي تیمور زیاته کړه چې وسله‌وال مخالفین له برېد وروسته له سیمې څخه تښتېدلي دي.

بل‌خوا ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو مخالفینو ویاند معرفي کوي وايي چې دغه برید د دوی له‌خوا ترسره شوی او په پایله کې يې ۱۹ سرتېري وژلي او ۶ تنه‌یې ټپیان کړي دي.