سویلو: د روان کال له پيل راهيسې ۳۰ زره افغانان ترکيې ته ورغلي

د ترکيې د کورنيو چارو وزیر وايي، د روان کال له پيل راهيسې شااوخوا ۳۰ زره افغانان ترکيې ته ورغلي.

د ترکیې دولتي خبري اژانس اناتولي د سلیمان سويلو له قوله ليکلي چې د چهارشنبې په ورځ‌يې ويلي، شااوخوا ۳۰ زره افغانان د جنورۍ له پيل راهيسې ترکيې ته ننوتلي.

د ده په وينا تېر کال په ټول ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۴۵ زره افغانان ترکيې ته ورغلي وو.

ترکيه د هغو کسانو لپاره مهم ټرانزيت هېواد دی چې غواړي له افغانستان او نورو اسیايي هېوادونو څخه اروپا ته لاړ شي.

د بشري حقونو مدافع ادارو پر انقرې انتقاد کړی چې پناه غوښتونکي بېرته جګړه‎ځپلي افغانستان ته په لېږلو سره د هغوی ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

ترکيې د اپرېل مياشتې له پيل راهيسې ۷۱۰۰ افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

د سې شنبې په ورځ د بخښنې نړيوال سازمان د ترکيې له‎خوا د افغانانو په زوره ايستل وغندل.

د دې ادارې په وينا په ترکيه کې اوس‎مهال يو لک او ۴۵ زره افغانان اوسېږي.