موګرېني: له ايران سره اوسنى اټمي تړون په ښه ډول کار ورکوي

په بهرني سياست او امنیتي چارو کې د اروپايي ټولنې لوړپوړې استازې نن وويل، د اټمي وسلو له جوړولو د تهران د راګرځولو لپاره، له ايران سره اوسنى تړون په اغېزناک ډول کار ورکوي.

فدريکا موګرېني دا خبره په داسې حال کې وکړه چې د امريکا متحده ايالاتو او د فرانسې ولسمشرانو په دې برخه کې د يوه تړون غوښتنه وکړه.

ډونالد ټرمپ او امانوئل مکرون پرون په سپينه ماڼۍ کې تر کتنې وروسته وويل، دوى غواړي د ٢٠١۵ میلادي کال له اټمي تړون هاخوا، له ايران سره پر يوه نوي تړون مذاکرې وکړي.

نن په بروکسل کې د سوريې په اړه د مرستندويانو کنفرانس ته له رسېدو سره سم مېرمن موګرېني وويل:

"نن دا يوازنۍ موجوده موافقه کار ورکوي، ايران‌يې د اټمي وسلې له جوړولو راګرځولى او له ايران څخه په‌کې غوښتل شوي چې د اټمي وسلې په جوړولو لاس پورې نه‌کړي."

دغه تړون چې ايران په ٢٠١۵ میلادي کال کې د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو امريکا، بريتانيا، فرانسې، روسيې، چين او جرمني سره لاسليک کړى، د ايران پر اټمي پروګرام‌يې محدوديت لګولى، په بدل کې له ايرانه ځيني اقتصادي بنديزونه لیرې شوي دي.