نایاب: طالبانو د ارزګان-کندهار پر لویه لار ۵ ملکیان وژلي

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو نن سهار د ارزګان د لوړو زده‌کړو د مؤسسې د استاد فشم ګل په ګډون ۵ کسان وژلي.

د والي ویاند دوست محمد نایاب نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه کسان وسله‌والو طالبانو هغه مهال وژلي کله چې یاد کسان له ترینکوټ نه کندهار ښار ته پر لارې و.

نوموړی وايي چې وسله‌والو طالبانو دغه کسان د نامعلومو دلایلو له مخې وژلي.

نایاب زیاتوي چې وژل شوي کسان ۲ تنه هټۍوال دي او یو استاد دی او پاتې دوه نور هم عام خلک وو.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.