ستانکزی: کابل کې وسله‌والو ۲ پولیس منسوبین ټپيان کړي

د کابل د ۱۳مې حوزې اړوند په یوه پوسته د وسله‌والو په حمله کې دوه پولیس منسوبین ټپيان شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله ستانکزي ازادي راډيو ته وویل، پېښه نن چهارشنبه سهار وختي څلور بجې د کمپنۍ پله ته ورڅېرمه سیمه کې رامنځته شوې او حمله کوونکی په تېښته بریالی شوی دی.

د ښاغلي ستانکزي په وینا په ټپیانو کې د یوه وضعیت وخیم دی، خو د پېښې په اړه چې د ده په ګمان وسله‌والو مخالفینو به کړې وي، جدي څېړنې پيل شوې دي.