بې‌سرحده خبریالان: د مطبوعاتو په وړاندې د کرکې فضا پراخه شوې

د بې‌سرحده خبريالانو ټولنې خبردارى ورکړى چې د مطبوعاتو له ازادۍ سرغړونې نور په اقتدار غوښتونکو او ديکتاتورو رژيمونو پورې محدودې نه‌دي.

په پاريس کې دېره دغه بنسټ په ٢٠١٧ میلادي کال په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه په خپل راپور کې ويلي چې د مطبوعاتو په وړاندې د کرکې فضا ډېره پراخه شوې ده.

دغه بنسټ هر کال د نړۍ په شااوخوا ١٨٠ هېوادونو کې د مطبوعاتو د ازادۍ سطحه ارزوي.

په دې ارزونه کې د امريکا متحده ايالات هم شامل دی چې د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې يې اوس دوه نمرې کمې شوي او ۴۵م هېواد دى.

په فهرست کې:

  • افغانستان ١١٨م
  • پاکستان ١٣٩م
  • ايران ١٦٤م
  • تاجکستان ١٤٩م راغلى دى.

راپور وايي د رسنيو په وړاندې له خصومت څخه ډک چلند د ترکيې او مصر غوندې په اقتدار غوښتونکو هېوادونو پورې نه‌محدودېږي، بلکې زيات هغه سياسي رهبران هم چې د ډموکراتيکو بهيرونو له لارې ټاکل شوي، نورو مطبوعاتو ته ډموکراسۍ د اساسي پايې په سترګه نهګوري.

د بې‌سرحده خبريالانو د بنسټ په راپور کې ناروې او سويډن د تېر کال په څېر په اوله او دوهمه درجه کې راغلي دي.