د ارمنستان د اپوزېسيون مشر نيکول پاشينيان له خپلو پلويانو غوښتنه وکړه چې نن چهارشنبه بيا د لاريون لپاره لارو او کوڅو ته راووځي.
دا غوښتنهيې وروسته له هغې وکړه چې له واکمن جمهوريت ګوند سرهيې پلان شوې مذاکرې لغوه شوې.
پاشينيان پرون ناوخته په خپل فېسبوک کې په يوه وېډيويي پيغام کې ويلي چې جمهوريت ګوند پر دې فکر کوي چې د «پخواني» صدراعظم سرژ سرکیسيان له استعفا څنګه ګټه پورته کړي او دغه ګوند غواړي پر قدرت پاتې وي.
پاشينيان وويل:
"زه د خپلې ډلې په استازيتوب نه، بلکې د ارمنستان د ولس په استازيتوب خبرې کوم، تاسو وکتل چې د ارمنستان خلک مو ملاتړ کوي."
پاشينيان ويلي چې د نوي صدراعظم په توګه د ټاکل کېدو لپاره د واکمن ګوند د استازي له ګمارنې سره موافق نهدى.
د ارمنستان د اپوزېسيون مشر له خپلو پلويانو غوښتنه کړې چې ميدان ته راووځي بخملي انقلاب بشپړ کړي.
نيکول پاشينيان د تازه اعتراضونو غوښتنه په داسې حال کې کوي چې له سرپرست صدراعظم کارين کاراپتيان سرهيې د کړکېچ د کمولو په هدف پلان شوې مذاکرې چې په پام کې وه نن وشي، لغوه شوې.
پاشينيان ويلي، ده هغه مخکېني شرطونه چې پاشينيان ايښي وو، رد کړي دي.