ټرمپ: له ايران سره پر نوې موافقه د تازه مذاکرو غوښتونکي یو

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه فرانسوي سيال امانوئل مکرون وويل، له ايران سره پر يوه نوې موافقه د تازه مذاکرو غوښتونکي دي.

په دغو مذاکرو کې به په سيمه کې د موجوده اندېښنو تر څنګ د ايران او نړيوالو قدرتونو سره له شوي اټمي تړون نه بهر مسايل هم شامل وي.

دواړه مشرانو پرون په سپينه ماڼۍ کې د ايران پر اټمي تړون تر بحثونو وروسته دا پېشنهاد وکړ.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په واشنګټن کې يوه ګډ خبري کنفرانس ته وويل:

"فرانسې او متحده ايالاتو دا موافقه هم وکړه چې ايران ته دې اجازه نه‌ورکول کېږي څو اټمي وسله جوړه کړي او د ايران رژيم بايد د ترورېزم له ملاتړه لاس واخلي، کله چې منځني ختيځ ته پام کوئ تاسې ګورئ چې په ستونزو کې د ايران د دخالت نښې شته."

دا په داسې حال کې ده چې د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف ملګرو ملتونو ته په وينا کې پر منځني ختيځ د ډيالوګ لپاره د يوه نوي فورم د تشکيل غوښتنه وکړه.

ښاغلی ظريف چې په درې ورځني رسمي سفر په امريکا کې دى ويلي، دى غواړي له ايران سر پر نوې موافقه کار وکړي څو د ترکيې او روسيې په شمول ځيني سيمه‌ييز قدرتونه د منځني ختيځ په مسئله کې بحث ته کېنوي.

مکرون وويل، د يوه نوي اقدام امکان به زموږ ټولې اندېښنې په خپله لمن کې راونغاړي.