د امريکا په لاس انجلس کې په زرګونه اعتراض کوونکي د هغو يو میليون او پنځه لکه ارمنيانو په ياد لاريون وکړ چې يوه پېړۍ مخکې د عثماني امپراتورۍ پر مهال وژل شوي دي.
اعتراض کوونکو غوښتنه وکړه چې د ترکيې لهخوا دې دا ترسره شوې عامه وژنه د نسل وژنې په توګه ثبت شي.
بلخوا د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان چې دا غوښتنهيې رد کړې، په خپله تازه اعلاميه کې د تېرې پېړۍ د وژنو له کبله، پرون په ترکيه کې له مېشتو ارمنيانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
۲۷ هېوادونو او د امريکا اکثرو ايالاتو په رسمي ډول د ارمنیانو هغه ډلهييزه وژنه د نسل وژنې په توګه په رسميت پېژندلې، خو اردوغان ادعا کړې چې هغه وژنې، د اولې نړيوالې جګړې پر مهال د سختو او ترخو شرايطو نتيجه وه.
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په يوه اعلاميه کې د ١٩١۵ میلادي کال قتلونه، د ۲۰مې پېړۍ تر ټولو بده ډلهييزه وژنه بللې ده.