طالبانو د «الخندق» په نوم د پسرلنیو عملیاتو د پیل خبر ورکړ

وسله‌والو طالبانو د «الخندق» په نوم د خپلو کلنيو پسرلنيو عملياتو د رسمي پيل خبر ورکړ.

دغې ډلې دا خبر نن چهارشنبه په يوه انلاين اعلاميه کې ورکړى دى.

د دوى په اعلاميه کې ويل شوي چې دوى به په دغو عملياتو کې تر ډېره پر امريکايانو تمرکز کوي، په دوهم ګام کې به د امريکايانو داخلي ملاتړي چې افغان حکومت او افغان ځواکونه دي، په نښه کوي.

وسله‌وال طالبان دغه اعلاميه په داسې حال کې خپروي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې شديدې حملې شوې دي.