د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنشنل وايي، د ترکيې حکومت شااوخوا دوه زره افغانان د دې هېواد په جنوب کې په یوه توقیف ځای کې ساتلي او په زورهيې هېواد ته د ستنولو لپاره ګامونه اخلي.
د بخښنې نړیوال سازمان پرون سې شنبه په یوې اعلامیه کې وویل، ترکيې د روانې اپرېل میاشتې له پیل راهیسې تر اوسه پورې څه د پاسه ۷ زره افغان پناه غوښتونکي بېرته خپل هېواد ته استولي دي.
د دې سازمان په وینا ترکي چارواکي له توقیف شویو افغانانو څخه په یوه سند لاسلیک اخلي چې ښکاره کړي دا کسان په داوطلبانه ډول بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.
د امنسټي انټرنشنل په خبره دا سند په ترکي ژبه دی او هغه افغانان چې پرې لاسلیک کوي، نهپوهېږي چې څه پهکې لیکل شوي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان د ترکيې پر حکومت غږ کړی چې توقیف شوي افغانان په سمدستي ډول خوشې کړي او هېواد ته د هغوی د ستنولو بهیر فوراً ودروي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ترکیې په یو اړخیر ډول د افغان پناه غوښتونکو په ایستلو پیل کړی دی او دا وزارت پر دې موضوع له ترکي چارواکو سره خبرې کوي.