د راپورونو له مخې د بادغیس د قادس ولسوالۍ د ګلچین سیمه وسلهوالو طالبانو نیولې.
که څه هم د باغیس چارواکو ازادي راډیو ته په دې اړه له جزئیاتو ورکولو ډډه وکړه، خو د بادغیس د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بیګ ازادي راډیو ته د دې خبر د تأیید تر څنګ وویل چې په دې سیمه کې د امنیتي ځواکونو یو لوی مرکز و چې شااوخوا ۲۰۰ تنه پهکې ځای پر ځای و.
د هغه په وینا که وضعیت همداسې دوام وکړي ښایي تر نن ناوخته ټوله ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېږي.
د بادغیس د ولایتي شورا یوه بل غړي محمد ناصر نظري ویلي چې دوه افغان سرتېري وژل شوي او شپږ تنه هم طالبانو له ځان سره بیولي دي.
وسلهوالو طالبانو افغان امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اړول کېدو تر څنګ ویلي چې یو شمېر سرتېرو دوی ته تسلیم شوي دي.
په یوه بله پېښه کې تېره شپه نامعلومو وسلهوالو په قلعه نو کې د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې یو مرکز وسوځاوه.
د انتخاباتو د کمېسیون د سیمهییزو چارواکو په وینا په دې پيښه کې د نوم لیکنې وسایلو ته زیان نهدی رسېدلې او د پېښې په اړه څېړنه پیل شوې ده.
له دې مخکې هم په دې ولایت کې د انتخاباتو د نوم لیکنې پر یوه بل مرکز حمله شوې وه.