په افغانستان کې نن سې شنبه لومړنی اسلامي بانک پرانیستل شو.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې ویاند صیامالدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل چې د یاد بانک په پرانیست غونډه کې د دغې خونې مسؤلینو او یو شمېر نورو حکومتي چارواکو او دغهشان د خصوصي سکټور او خصوصي بانکونو مسؤلینو ګډون کړی وو.
دغه بانک پخوا د باختر بانک یا د افغانستان د پراختیايي بانک په نوم فعالیت درلود چې اوسیې د افغانستان اسلامي بانک په نوم بیا ځلي فعالیت پيل کړ.
ښاغلی پسرلی زیاتوي پهدې سره به د پانګونې په برخه کې مناسب فرصتونه برابر شي، د خصوصي سکټور له پراختیا سره به مرسته وکړي او دغهشان د خلکو د باور ترلاسه کولو لپاره یو ګټور ګام دی.
د یادونې وړ ده چې دغه بانک په اسلامي اقتصاد ولاړ بانک دی او هېڅ ډول سود پهکې نهشته، د افغانستان په اسلامي بانک کې ټول محصولات او بانکي خدمتونه د اسلامي شرعیت پر بنسټ په مالي اسلامي سټنډرډ ولاړ او پر مخ ځي.