د کندهار د ځانګړي اقتصادي ازمایښتي زون د جوړولو طرحه تېره ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په ریاست د اقتصاد په عالي شورا کې تأیید شوه.
د افغانستان جمهوري ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله ویل شوي چې د کندهار ځانګړي اقتصادي زون ته د پراختیا ورکونې لپاره خصوصي سکټور ته د تطبیق کوونکي او پراختیا ورکوونکي په توګه ترجیح ورکوي او د داوطلبۍ له لارې د بېلابېلو مقیدو موډلونو د وړاندې کولو وړاندیز کوي.
وړاندې په اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر د ځمکو ادارې ته لارښوونه کړې چې د کندهار ځانګړي اقتصادي ازمایښتي زون ته ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړي.
د اقتصادي چارو افغان کارپوهان وايي، د کندهار ځانګړي اقتصادی ازمایښتي زون به د افغانستان په اقتصاد مستقیم اغېز ولري.