د کرملېن ویاند ویلي چې د ایران او نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ د اټمي تړون بل بدیل نهشته او دغه تړون باید د ټولو هغو اړخونو لهخوا مراعات شي چې لاسلیک کړی یې دی.
دمیتري پسکوف د دوشنبې په ورځ ویلي:
"روسیه په کلکه د ایران د تړون د دوام غوښتنه کوي. موږ باور لرو چې د هغې بدیل نهشته او باید د ټولو اړخونو لهخوا یې درناوی وشي."
ایران په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د امریکا، روسیې، چین، بریتانیا، فرانسې او جرمني سره دغه تړون لاسلیک کړ چې له مخې بهیې ایران د لوېدیځ له لوري د بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې خپل اټمي پروګرام محدودوي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، پهدې تړون کې د ده په وینا ځینې نیمګړتیاوې شته او د تړون اروپایي لورو تهیې د مې تر ۱۲مې نېټې وخت ورکړی چې دغه نیمګړتیا هواره کړي.
که داسې ونهشي ولسمشر ټرمپ لهدغه تړونه د واشنګټن د وتلو خبرداری ورکړی دی.
د کرملېن ویاند وایي، د روسیې ولسمشر له خپل فرانسوي سیال امانوئل مکرون سره د ټیلیفوني مکالمې پر مهال موافقه وکړه چې دغه تړون باید پر ځای پاتې شي.