کاناډا کې یوه موټر پر پلې لار ۱۰ تنه ووژل او ۱۵یې ټپیان کړل

د کاناډا پولیس وایي، په تورنتو ښار کې یو موټر پیاده رو ته ننوتلی، ۱۰ کسان‌یې وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

چارواکو د اوس لپاره په پېښه کې د ترورېزم احتمال رد کړی دی.

د عامه مصونیت وزیر رالف ګودال تېره شپه پر ټویټر په یوه پیغام کې ولیکل، ښکاري چې د تورنتو د شمال په یوه څلور لاري کې دا بوږنوونکې پېښه د کاناډا د ملي امنیت له مسئلې سره ارتباط نه‎لري.

حکومت هم د ترورېستي حملو ځانګړی خبرداری نه‎دی ورکړی.

پولیسو د ټرک ډرېور ۲۵ کلن الکس میناسیان معرفي کړی او ویلي یې دي چې هغه اوس‌مهال په توقیف کې دی.

امنیتي چارواکي وايي، میناسیان د تورنتو دی او له پولیسو سره کومه جرمي سابقه نه‎لري.

یوه عیني شاهد ویلي، یوه سپینه لارۍ ډوله موټر یې ولیده چې پیاده‌رو ته پورته شو او خلک‌یې لاندې کړل او بل ویلي دي چې له پېښې وروسته‌یې ټپي خلک ولیدل چې پر سړک پراته وو.

د راپورونو له مخې په یوه روغتون کې د پنځو بستر شویو کسانو حالت نازک دی.

د پېښې له ځایه تقریباً ۳۰ کېلو متره لیرې د ټورنټو په یوه بله سیمه کې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو جي اووه د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه روانه وه.

  • پخواني معلومات

د کاناډا پولیس وایي، په تورنتو ښار کې یو موټر «پیاده‌رو» ته ننوتلی او یو شمېر کسان‌یې ټپیان کړي دي.

دا پېښه تېره ورځ د یانګ او فینچ سړکونو د تقاطع په سیمه کې شوې ده او د راپورونو له مخې شااوخوا ۱۰ تنه‌یې ټپیان کړل.

د تورنتو د پولیسو یوه ویاند سیمه‎ییزو رسنیو ته ویلي چې د ټپیانو شمېره لا هم تر اوسه کره نه‎ده.

سیمه‎ییزو رسنیو ویلي چې وروسته موټر چلوونکی نیول شوی، خو د هغه په اړه نور جزئیات نه‎دي ورکړل شوي.

یوه عیني شاهد ویلي، یوه سپینه لارۍ ډوله موټر یې لیدلی چې پیاده‌رو ته پورته شو او خلک‌یې لاندې کړل.

د پېښې ځای ته نږدې د مټرو تم‎ځای بند شوی دی.

د دې پېښې د علت په اړه تر اوسه څه نه‎دي ویل شوي.