د ترکمنستان ولسمشر ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې همکاري وکړي او خپله بېطرفانه رول ولري.
د ترکمنستان دولتي خبري اژانس د راپور له مخې قربانقلي برديمحمداُف د ازبکستان له یوه پلاوي سره د یوه تړون تر لاسلیک وروسته په عشقاباد کې د دوشنبې په ورځ وویل، هېواد یې حاضر دی د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانانو ترمنځ د سولې مذاکراتو زمینه برابرول پیل کړي.
د محمداُف په خبره، ترکمنستان د عمده مسایل په تېره بیا د افغانستان د وضعیت په برخه کې له ازبکستان سره همنظره دی.
نوموړي ټینګار وکړ چې ترکمنستان او ازبکستان، د افغانستان سوله او ثبات خپله ګډه ګټه بولي.
په عشقاباد کې د دواړو هېوادونو پلاوو د ټاپي پروژې په اړه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقالوي، هم خبرې وکړې.