د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان عمومي منشي د کابل برید وغانده

يوسف بن أحمد العثيمين

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان عمومي منشي په کابل کې د یکشنبې ورځې خونړی برید په کلکه وغانده.

يوسف بن أحمد العثيمين «Yousef Bin Ahmad Al- Othaimeen» په یوې اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه ویلي:

"هغه کسان چې دا ډول بریدونه کوي او ملاتړي یې یوځای اصلاً د مسلمانانو ترمنځ ځای نه‎لري."

د یکشنبې ورځې په برید کې چې د کابل په دشت برچي سیمه کې وشو ، تر ۶۰ ډېر کسان ووژل شول او ۱۲۰ نور ټپیان شول.

داعش وسله‎والې ډلې د دې پېښې مسؤلیت منلی دی.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان عمومي منشي په اعلامیه کې له افغانستانه د دغه سازمان د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ.