د غزني ولایت امنیتي مسؤلینو د درې لکه پاکستاني کلدارو په بدل کې د یوې پوستې د پلورلو مخه ونیوله.
د غزني یوه چارواکي ازادي راډیو ته وویل چې د غزني د اندړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو د یوې پوستې دوه تنه سرتېري چې غوښتلیې دغه پوسته پر وسلهوالو مخالفینو وپلوري او خپل ملګري ووژني، د امنیتي او کشفي مؤظفینو لهخوا تثبیت او ونیول شول.
که څه هم دغه سرتېري دوه ورځې وړاندې نیول شوي، خو د غزني د والي مرستیال عارف واحدي د لومړي ځل لپاره تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغو کسانو د نیول کېدو د څرنګوالي په اړه وویل:
"د یوه نیول شوي کس ورور د وسلهوالو طالبانو قوماندان دی او د ۳۰۰ زره پاکستاني کلدارو په مقابل کې یې غوښتل پر وسلهوالو مخالفینو پوسته وپلوري چې له نېکهمرغه د کشفي ارګانونو لهخوا تثبیت او ونیول شول. دوی اوس تر تحقیقاتو لاندې دي."
د ښاغلي واحدي په خبره دغو دوو سرتېرو په خپل جرم اعتراف کړی دی.
د غزني د والي مرستیال په خبره دوی د افغانستان د شمالي ولایتونو دي، خو دقیق ځای یې ونهښود.
تر دې شااوخوا یوه اوونۍ وړاندې د غزني په قرهباغ ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو په برید کې پنځه پولیس ووژل شول.