نامعلومه وسله‌والو په سرپل کې ۳ ماشومان وژلي

د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې نن دوشنبه ناڅرګنده وسله‌والو کسانو پر درېیو ماشومانو چې د سړک پر غاړه‌یې ایسکریم خرڅول، ډزې کړي او وژلي یې دي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح‌الله اماني نن ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌وال کسان له سیمې تښتېدلي، خو پولیسو یې د موندلو هڅې پېل کړې دي.

د حملې مسؤلیت چا نه‌دی اخیستی.