له دیني عالمانو د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غوښتنه!

له دیني عالمانو د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غوښتنه!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له دیني عالمانو غواړي چې خلک د نوم لیکنې په پروسه او په راتلونکو انتخاباتو کې پراخ ګډون ته وهڅوي.

وروسته له هغې چې په افغانستان کې د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې پڅ بهیر پراخ غبرګونونه راوپارول، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له دیني عالمانو غوښتنه وکړه چې د نوم لیکنې په پروسه او په راتلونکو انتخاباتو کې خلک پراخ ګډون ته وهڅوي.

د دغه کمېسیون مرستیال معاذالله دولتي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غویي ۰۳» له یو شمېر علماوو سره په یوه ګډه مشورتي ناسته کې د نوم لیکنې په پروسه کې د خلکو په کم‌رنګه برخه اخیستنې اندېښنه څرګنده کړه او ويې‌ویل چې په دې برخه کې د علماوو مرسته مهمه ده.

ښاغلي دولتي زیاته کړه:

"د علماوو نقش د خلکو په منځ کې بنسټیز دی، نو موږ هم له علماوو غواړو چې د خپلې دیني او اسلامي وجیبې پر اساس، خپل نقش په دې برخه کې ولوبوي او خلک وهڅوي چې د نوم لیکنې مرکزونو ته لاړ شي، تر څو د رأی ورکولو په ورځ له دغه حقه بې‌برخې نه‌شي."

دا په ‎داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني هم د تېرې اوونۍ په پای کې له دیني عالمانو او مدني ټولنو وغوښتل چې خلک د نوم لیکنې په بهیر کې د ګډون لپاره وهڅوي.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د وزیرانو شورا په فوق‎‌العاده غونډه کې د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې د پڅ بهیر په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې که دا بهیر بریالی نه‌شي، په افغانستان کې به سیاسي کړکېچ رامنځته شي.

راپورونه وايي، افغان حکومت د دې ستونزې د حل په هدف پرېکړه کړې چې په نوبتي شکل به بېلابېلو وزارتونو ته رخصت ورکوي، ترڅو کارمندان‌يې له خپلو کورنیو سره یوځای خپل ځانونه ثبت او راجستر کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دوشنبې په ورځ وویل، دا کار د دوی په غوښتنه د خلکو د تشویق په هدف ترسره شوی دی.

د ولایاتو په مرکزونو کې د نوم لیکنې پروسه د روان لمریز کال د حمل په ۲۵مه پيل شوې او د روانې ثور میاشتې د تر ۲۳مې به دوام وکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون که څه هم د نوم لیکنې وروستۍ شمېرې شریکې نه‌کړې، خو تېره ورځ د دغه کمېسیون مسؤلینو ویلي وو چې تر دې دمه ۲۳۰ زره کسانو نوم لیکنه کړې ده.

په ورته وخت کې یو شمېر دیني علماوو ډاډ ورکړ چې دوی به له بېلابېلو لارو څخه په ګټې اخیستنې، خلک وهڅوي تر څو د نوم لیکنې په پروسه او په راتلونکو انتخاباتو کې پراخه ونډه واخلي.

د افغانستان د علماوو شورا دوو تنو غړو قاضي عبدالجبار او حافظ نصرالله وویل:

"کومه غوښتنه چې د انتخاباتو کمېسیون له موږه وکړه، دا پر ځای غوښتنه ده، په دې برخه کې، علما رښتیا هم ډېر رول لري، ترڅو خلک پوه کړي چې د تذکرو د ثبت لپاره مراجعه وکړي، که څوک تذکرې نه‌لري، تذکرې دې واخلي، که عالمان په دې برخه کې مرسته وکړي، نو دا پروسه به یوه بریالۍ پروسه وي او ډېر خلک به په‌کې برخه واخلي."

"موږ به تر خپله وسه هڅه وکړو، ځکه دا زموږ هېواد دی او دا خلک پر موږ حق لري چې دوی وهڅوو، ترڅو خپل ځانونه ثبت کړي او په راتلونکو انتخاباتو کې برخه واخلي."

په تذکرو د سټیکر لګول، ناامني، د نوم لیکنې د پروسې کمه موده او د خلکو له‌خوا د انتخاباتو پر شفافیت نه باور، هغه مسایل دي چې د دیني عالمانو په باور، د نوم لیکنې پروسه‌يې زیانمنه کړې ده.

دوی وايي، حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د خلکو د هڅونې لپاره له هرو ممکنو لارو استفاده وکړي او پرې نه‌ږدي چې دا ملي پروسه ناکامه شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام