وړمه شپه د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ اړوند د شېخانو په کلي کې د افغان ځواکونو د صفر یو قطعې له خوا عملیات شوي چې د سیمې د اوسېدونکو په وینا، دوی ته په کې زیانونه اوښتي دي.
د سيمي خلک او د لوګر د ولايتي شورا يو شمېر غړي وايي، د يادو عملياتو پر مهال د ملکي خلکو کورونه ویجاړ شوي او ځيني خلکيې د طالبانو په نوم له ځانونو سره بیولي دي.
بلخوا د والي ویاند سلیم صالح وایي چې په دې عملياتو کې د ملا حليم په نوم د يو طالب کور ویجاړ شوی او د عملياتو پر مهاليې د اسامه په نوم یو طالب قوماندان وژلی او درې نور طالبانيې ژوندي نيولي دي.
دی زیاتوي، وسلهوال مخالفین غواړي، د افغان ځواکونو د شپنیو عملیاتو مؤثریت د تبلیغاتو په واسطه تر پوښتنې لاندې راولي.
وسلهوالو مخالفینو د لوګر په برکي برک کې د افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو په باب رسنیو ته څه نهدي ویلي.