د ترکمنستان جمهور رئيس ازبکستان ته په دوه ورځني سفر ولاړ

د ترکمنستان جمهور رئيس قربان قلي بردي محمدوف نن دوشنبه ازبکستان ته په دوه ورځني سفر روان شو.

هغه به د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیايف سره پر اقتصادي، سیاسي او فرهنګي اړیکو خبرې وکړي.

د میرضیايف دفتر ویلي، دواړه ولسمشران به پر سیمه‌ییزو او نړیوالو مسئلو خبرې وکړي.

د ترکمنستان حکومت ته نږدې سرچینو د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ترکمنۍ برخې ته ویلي چې د ټاپي پروژې پر جوړولو هم خبرې کېږي.

ټاپي د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته لېږدوي.

د ازبکستان ولسمشر ویلي چې له ترکمنستان سره د اړیکو ښه کولو ته اولویت ورکوي او د جمهور رئیس په توګه تر ټاکل کېدو وروسته‌یې لومړنی بهرنی سفر هم ترکمنستان ته و.