د ټلګرام شرکت مشر پر روسانو د حکومت پر ضد د اعتراض غږ کړی

د ټلګرام اڼترنټي شرکت مشر پاول دوروف پر روسانو غږ کړی چې د حکومت پر ضد اعتراض وکړي.

ټلګرام یو اپلېکېشن دی چې د مسجونو او مکالمې لپاره کارول کېږي.

د روسیې حکومت هڅې پېل کړي چې په هغه هېواد کې پر دې اپلېکېشن بندیز ولګوي.

پاول دوروف د سیاسي فشارونو له امله په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له روسیې وتښتېد.

دوروف له هغو روسانو چې پرون یکشنبه‌یې له ټلګرامه د ملاتړ لپاره له خپلو کړکیو کاغذي الوتکې په هوا کړې، مننه وکړه.

د ټلګرام اپلېکېشن لوګو، کاغذي الوتکه ده.

پاول دوروف نن په یوه پيغام کې چې پر انټرنټ خپور شوی، پر روسانو غږ کړی چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ بیا کاغذي الوتکې په هوا او له ټلګرامه ملاتړ څرګند کړي.

پر ټلګرام د بندیز لګولو لپاره د روسیې د حکومت هڅو چې تر یوه حده بریالۍ شوې، د دې اندېښنې پېدا کړي چې ولادیمیر پوتین غواړي چې د مخالفینو لپاره د اعتراض څرګندولو لارې بندې کړي.