د افغانستان په کچه د فوټبال جام سیالو لوبډلو د غوراوي لپاره د هېواد په ټولو زونونو کې د فوټبال سیالۍ پیلېږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو لړۍ پرون یکشنبه له کابل څخه پیل شوه او په پام کې ده چې تر ټولو زونونو وغځېږي.
د کابل په څلور اړخیزه ټورنمنټ کې د سرې میاشتې، اردو، متحد افغان او مشعل لوبډلو برخه اخیستې چې تر دې دمه اردو د مشعل او سرې میاشتې د متحد افغان لوبډلو ته ماتې ورکړې دي.
د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو امر شفیع شاداب ازادي راډيو ته وویل، د هر زون څخه د دغو سیالیو اتله لوبډله به د هېواد په کچه جام ته لار پیدا کړي.