د فجر په نړیوالو تکواندو سیالیو کې افغانستان درېیم مقام وګاټه

د فجر په نړیوالو تکواندو سیالیو کې افغانستان درېیم مقام خپل کړ.

د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې روزونکي بشیر ترکي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، د نجونو او هلکانو په دواړو لوبډلو کې افغان لوري درېیم مقامونه ګټلي دي.

ښاغلی ترکی وايي، د نجونو په سیالیو کې لومړی مقام ایران دوهم اذربایجان، درېیم افغانستان او څلورم روسيې وګاټه، په داسې حال کې چې د هلکانو په منځ کې هم لومړی مقام ایران، خو دوهم عراق، درېیم افغانستان او څلورم ارمنستان وګاټه.

په دغو سیالیو کې د نجونو او هلکانو ۱۶ کسیز افغان تکواندوکارانو برخه اخیستې وه.

د فجر جام د ۲۹مې دورې سیالۍ تېره اوونۍ د ۱۲ هېوادونو په ګډون د ایران په تهران کې پیل شوې وې چې پرون یکشنبه ناوخته پای ته ورسېدې.