د چین د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه وویل چې ۳۲ چینايي سیلانیان په شمالي کوریا کې د موټرو په ټکر کې وژل شوي دي.
په پېښه کې د شمالي کوریا څلور وګړي هم وژل شوي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لوکانګ خبریالانو ته وویل چې پېښه پرون د شمالي کوریا په هوانګای ولایت کې شوې ده.
لوکانګ وویل چې د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماتانو او طبي کارکوونکو یوه ډلګه شمالي کوریا ته استولې ده.
د هغه په وینا، په پېښه کې دوه چینايي سیلانیان زخمي شوي او په نازک حالت کې دي.
چین په تجارت کې د شمالي کوریا تر ټولو ستر ملګری دی او هر کال ګڼ شمېر چینايي سیلانیان شمالي کوریا ته ځي.
چین له ۱۹۵۰ تر ۱۹۵۳ میلادي کاله د کوریاګانو د جګړې پر مهال، د شمالي کوریا په ملاتړ کې پوځي مداخله وکړه او له هغه راهیسې یې له شمالي لوري سره روابط دوستانه دي.