د انتخاباتو کمېسيون: عالمان دې د ټاکنو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون له دیني عالمانو غوښتنه کړې چې د انتخاباتو په اړه خلکو ته د معلوماتو په ورکولو کې مرسته وکړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مسؤلينو نن دوشنبه په کابل کې له یو شمېر دیني عالمانو سره خبرې کړي او له هغوی يې غوښتنه کړې چې په جوماتونو او مدرسو کې خلکو ته د انتخاباتو په اړه معلومات ورکړي.

په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د میزان په ۲۸مه کېږي.

د افغانستان د انتخاباتو پر خپلواک کمېسيون نیوکه کېږي چې خلکو ته‌یې کافي معلومات نه‌دي ورکړي.