د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وايي چې د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتو کې ۹ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د قول اردو یوه ویاند نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په چورې ولسوالۍ کې د نصرت په نوم پوځي عملیات روان دي.
د چارواکو په وینا، دا وسلهوال طالبان په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي دي.
وسلهوالو طالبانو لا په دې اړه تبصره نهده کړې.