چارواکي: داعش وسله‌والو په ننګرهار کې درې وروڼه وژلي

داعش وسله‌والو په ننګرهار کې درې وروڼه چې د چارواکو په وینا، درې سره ډاکتران وو، له کوره ایستلي او وژلي یې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن دوشنبه سهار ازادي راډیو ته وویل:

"په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایم چې د داعش وسله‌وال تېره شپه د دې خلکو کور ته ورغلي، هغوی یې له کوره ایستلي او په ډېره بې‌رحمۍ یې وژلي دي."

د پېښې علت نه‌دی څرګند او مسؤلیت‌یې هم چا نه‌دی اخیستی.

د خوګیاڼي په وینا، دا کسان د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې وژل شوي دي.