په بادغیس کې د وسلهوالو طالبانو په دوو حملو کې چې تقریباً په یوه وخت کې شوې وې، ۱۴ عسکر او پولیس وژل شوي دي.
د بادغیس د پولیسو مرستیال مشر، غلام سرور حیدري نن دوشنبه خبري رسنیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه، د اب قُمري ولسوالۍ پر پوستو حمله وکړه چې نهه عسکر پهکې ووژل شول.
په عین وخت کې وسلهوالو طالبانو په قادس ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز په حمله کې ۵ پولیس ووژل.
د غور د والي ویاند، شریفالدین مجیدي دا خبر تأیید کړی دی.
د حملو مسئولیت چا نهدی اخیستی، خو د بادغیس د پولیسو مشر پړه پر وسلهوالو طالبانو وراچولې ده.
وسلهوالو طالبانو نن دوشنبه یوه اعلامیه خپره کړه او د حملو مسؤلیتیې واخیست.