د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت نن دوشنبه د دغه وزارت په انګړ کې د یو ډول ژر رسو شفتالو نندارتون پرانیست.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، د دغه نوي ډول شفتالو نه چې د کرنې وزارت پرې کار کړی، فوقالعاده لوړ حاصلات ترلاسه کېږي.
دی وايي، په تېرو درېیو کلونو کې یوازې په ننګرهار کې له زرو جریبو نه په ډېره ځمکه د شفتالو باغونه جوړ شوي چې شااوخوا ۲۵۰۰ ټنه حاصلیې ورکړی او بڼوالو یې له درکه ۱۲۵ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کړی دی.