د ارمنستان په پلازمېنه ایروان کې نن دوشنبه بیا هم لسګونه زره اعتراض کوونکي پرته له دې چې د پولیسو خبرداري ته پام وکړي، د ښار پر جمهوریت څلور لاري راغونډ شوي دي.
په ارمنستان کې د دولت ضد اعتراض کوونکو مشر نیکول پاشینیان پرون ونیول شو.
اعتراض کوونکو پرون پرېکړه وکړه چې تر دې وروسته بهيې اعتراضي مارشونه پر یوه ځای متمرکز نهوي، په وړو وړو ډلو کې به د ښار په مختلفو سیمو کې خورېږي، لارې به بندوي او د موټرو د تګ راتګ مخنیوی به کوي.
اعتراض کوونکو ویلي چې د صدراعظم سرژ سرکیسیان استعفا غواړي او تر هغه به هره ورځ اعتراض کوي.
خو د ارمنستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې د اعتراض کوونکو د خورولو پرېکړهیې کړې او پولیس اجازه لري چې له زوره هم کار واخلي.