قوقندي: د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزه ناسته جوړېږي

ټاکل شوې چې د مې میاشتې په لومړۍ نېټه په تاشکند کې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټور ترمنځ یوه سوداګریزه ناسته جوړه شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، تېره ورځ د دغه وزارت چارواکو د خصوصي سکټور له استازو سره په‎دې اړه مشورې کړي چې څنګه له هغه هېواد سره سوداګري لوړېدلای شي.

د ښاغلي قوقندي په خبره له تېر یوه کال راهیسې له ازبکستان سره سوداګري په غوړېدو ده او په بېلابېلو برخو کې د تفاهم‎لیکونو تر لاسلیک وروسته له هغه هېواده د قزاقستان او روسيې سره د وصلېدونکي دهلېز په توګه ګټه اخیستل کېدای شي.