په غور ولایت کې د پېژندپاڼو وېش پیل شوی دی.
د غور والي غلام ناصر خاضع ازادي راډیو ته وویل، دا لړۍ له پرون یکشنبې راهیسې پیل شوې ده.
خو نوموړي وویل چې د پېژندپاڼو د وېش پر وړاندې ځیني کاري او تخنیکي ستونزې موجودې دي چې له املهيې دا پروسه ټکنۍ شوې ده.
په ورته وخت کې د غور د نفوسو د احوالو د ثبت اداره هم مني چې د تخنیکي ستونزو له امله د پېژندپاڼو د وېش لړۍ په لازمه توګه پر مخ نهځي.
خو د دې ادارې مسؤلانو ژمنه کړې چې ډېر ژر به دا ستونزه حل شي.