یوه لوړ رتبه امریکايي مقام ویلي دي چې د نړۍ ۷ ستر صنعتي هېوادونه د نړۍ د بېثباته کولو لپاره د روسيې د هڅو په مخالفت کې پر خپلو ژمنو ولاړ دي.
دغه امریکايي مقام چې نوميې نهدی ښودل شوی پرون یکشنبه د کاناډا په ټورنټو کې د «جي-۷» هېوادونو د غونډې په لومړۍ ورځ دا څرګندونې وکړې او ویېویل چې د روسيې د دښمنۍ ډک چلند پر وړاندې ۷ ستر صنعتي هېوادونه په خپلو کې یو موټی دي.
هغه وویل، که څه هم له روسيې سره د مختلفو مسئلو په اړه د خبرو اترو لپاره ور پرانیستی دی، خو په وینا يې مسکو باید په نړیواله سطحه د خپلو بېثباته کوونکو ګامونو په اړه ځواب ووايي.
د ۷ سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د نورو موضوعاتو سربېره له ایران سره د نړیوالو قوتونو د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې په اړه هم خبرې وکړې.