ستانکزی: په کابل کې یوه وړه نجلۍ بهرنیو ځواکونو په موټر وهلې

پرون یکشنبه په کابل کې یوه وړه نجلۍ د بهرنیو ځواکونو له‎خوا په موټر وهل شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت‎الله ستانکزي په خپله فېس‎بوک پاڼه په دې پېښه کې د یوې ماشومې نجلۍ سخت ټپي کېدل تأیید کړي، خو خلکو بیا ویلي چې دې ماشومې ځای پر ځای ساه ورکړې وه.

د بي بي مهرو د ښوونځي زده‎کوونکي د دې پېښې په غبرګون د خپل ښوونځي مخ ته وتلي وو او اعتراض‌یې وکړ.

په کابل کې مېشتو بهرنیو ځواکونو د دې پېښې په اړه څه غبرګون نه‎دی ښودلی، خو د ځینو رسنیو د راپور له مخې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پېښې پوره څېړنه کوي.