په بامیان ولایت کې پرون یکشنبه ۳۷ نجونې زدهکوونکې وروسته له هغه روغتون ته انتقال شوې چې سمدستي یو ډول روغتیايي ستونزه ورته پیدا شوه.
دا خبره د بامیان د ولایتي روغتون چارواکو تأیید کړې ده.
اخوا د بامیان د معارف رئیس ایوب اروین ازادي راډیو ته وویل، معلومه نهده چې دا نجونې مسمومې شوي که کومه بله پېښه وه.
وی وايي:
"د یوه ښځینه مکتب ۳۷ زدهکوونکې په یو ډول ناپېژانده ناروغۍ اخته شوي. څېړنې مو روانې دي چې وګورو دا نجونې مسمومې شوې وې، که کومه بله ستونزه ورته پیدا شوې وه."
د بامیان د ولایتي روغتون مسؤلانو وویل چې د شیرین هزاره نوم د نجونو ښوونځي د دغو زدهکوونکو د سمدستي ناروغۍ دلیل نهدی معلوم، خو څېړنې کوي.
دا نجونې له لومړنیو معایناتو او درملنې وروسته رخصت شوې.