په ارمنستان کې د مظاهرو مشر نیکول پاشینیان، د پارلمان دوه غړي او ۲۳۰ مظاهرهچیان پرون یکشنبه د ۱۰ ورځنیو مظاهرو په دوام کې نیول شوي دي.
دا مظاهرې د صدراعظمۍ څوکۍ ته د مخکېني ولسمشر سرژ سرکیسیان د رسېدو په غبرګون روانې دي.
نیکول پاشینیان په ایروان کې پرون وروسته له هغه ونیول شو چې د ده او سرکیسیان خبرې نتیجې ته ونهرسېدې.
اخوا د پارلمان یوه غړې سوسن میکایلیان چې د اپوزېسیون عضویت هم لري پرون یکشنبه مخکې له دې چې د ترهګرۍ ضد پولیسو لهخوا ونیول شي، خبریالانو ته وویل چې خلک باید په خپله نیکول پاشینیان راخوشې کړي.
د ارمنستان د کورنیو چارو وزارت پرون یکشنبه په یوه بیان کې ویلي چې پرېکړهیې کړې ده څو دا مظاهرې بندې کړي او پولیس د دې کار لپاره له قوې د استفادې حق لري.
د ارمنستان د لوی څارنوال دفتر ویلي چې پاشینیان او د پارلمان دوه غړي به ۷۲ ساعته بندیان وي.