پاکستاني چارواکي: وسله‎والو په کوټه کې ۲ شیعه‎ګان په ډزو ووژل

پاکستاني چارواکي وايي، وسله‎والو کسانو پرون یکشنبه د دغه هېواد په جنوب لوېدیځ کوټه کې دوه شیعه‎ګان په ډزو ووژل او یو تن‌یې ټپي کړ.

دا د اقلیت شیعه‎ګانو په وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو تازه بېلګه یادېږي.

د پولیسو په خبره ویشتل شویو کسانو په کوټه کې مزل کاوه چې د پولیسو یوه مسؤل سید عطالله شاه ویلي چې دا هدفي وژنې وې.

د کوټې د پولیسو مشر عبدالرزاق چیما ویلي، حمله کوونکو له سیمې پښې سپکې کړي او د هغوی د موندلو لپاره پولیسو خپلې هڅې پیل کړې دي.

داعش د دې برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.