جنوبي کوریا نن دوشنبه وویل، له شمالي کوریا سره پر پولهيې د لاوډ سپیکرونو له لارې تبلیغاتي خپرونې په مؤقت ډول درولې دي.
سئول دا ګام د دواړو کوریاګانو د ولسمشرانو د راتلونکې غونډې په درشل کې پورته کړی دی.
د جنوبي کوریا د دفاع وزارت وویل، دا پرېکړه د دواړو کوریاګانو ترمنځ د پوځي شخړې د کمولو او د سولهییزو خبرو اترو لپاره د فضا برابرولو په هدف شوې ده.
ټاکل شوې ده چې د جنوبي او شمالي کوریا مشران د روانې اپرېل په ۲۷مه نېټه په خپلو کې وویني.
د مون جه-اېن او کېم جونګ اون ترمنځ دا کتنه به له لسیزو راهیسې د کوریاګانو د مشرانو لومړنۍ غونډه وي.
تر دې دوه ورځې مخکې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون اعلان وکړ چې د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو ازموینې بندوي او د هېواد په شمال کې د اټمي وسلو د ازمېښت یو مرکز هم تړي.