د پښتون ژغورنې غورځنګ د مې په ۱۲مه په کراچۍ کې غونډه جوړوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي، د مې په ۱۲مه په کراچۍ کې خپله راتلونکې غونډه جوړوي.

دا غورځنګ وايي، هلته به هم د خپلو تېرو غونډو په څېر د پښتنو په وړاندې د دوی په خبره د حکومت د ظلمونو پر ضد غږ پورته کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونه غړو او پلویانو پرون یکشنبه د لاهور په موچي ګېټ میدان کې غونډه وکړه او د خپلو حقونو غوښتنه‌یې کوله.

د دې غورځنګ د مشرتابه یو غړی محسن داوړ وايي، د لاهور په غونډه کې یې یو ځل بیا د پښتنو د محکومیت د ختمېدو په غوښتنې ټینګار وکړ او غواړي چې د پاکستان حکومت وپوهوي، څو د ده په خبره د پښتنو له ځپلو لاس واخلي.

له محسن داوړ سره د ازادي راډیو خبریال صفي‌الله ستانکزي مرکه کړې ده او لومړی یې په لاهور کې د پرونۍ غونډې په اړه ترې پوښتنه کړې ده.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي داوړ سره مرکه