راپورونه وایي چې د ايران پوليسو د تهران پخوانى څارنوال نيولى

د ايران په قضائيه قوې پورې تړلي خبري اژانس ميزان انلاين راپور ورکړى چې پوليسو د تهران پخوانى څارنوال نيولى دى.

دى د يوه نيول شوي بندي د وژنې په قضيه کې له دوه کلن بند سره مخ دى.

دغه زنداني په ٢٠٠٩ میلادي کال کې د حکومت ضد پراخو اعتراضونو پر مهال نيول شوى و.

ميزان انلاين نن یکشنبه د باخبرو سرچينو په حواله راپور ورکړى چې سعيد مرتضوي د دغه هېواد په شمال کې نيول شوى دى.

د تهران پخوانى څارنوال مرتضوي د يوه زنداني د وژنې په قضيه کې د دخالت په تور د ٢٠١٧میلادي کال په نوامبر کې په دوه کلن بند محکوم شو.

د قضايه قوې وياند غلام حسين محسني اژه اي تېره اوونۍ ويلي وو، د مرتضوي د نيولو امر صادر شوى، خو چارواکي د ده په موندلو نه دي بريالي شوي.